افغانستانخبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېره یوه اونۍ کې له ۹۶ زره ډېر کسان له افغانستانه ایران او پاکستان ته تللي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان میلادي کال د اګست د ۲۵ او ۳۱ تر منځ له افغانستانه ایران او پاکستان ته ۹۶ زره او ۵۲۲ کسان تللي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې په دې لړ کې ۶۷ زره او ۹۴۴ تنه ایران او ۲۸ زره او ۵۷۸ تنه پاکستان ته تللي دي.

دې بنسټ ويلي چې په دې وخت کې ایران ته د اربعین زیارت د سفر له وجې زیات افغانان تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې پاکستان ته د افغان وګړو د سفر عمده لامل د کورنۍ له غړو سره لیدنه او زده کړې دي.

د دې بنسټ په راپور کې ويل شوي چې په دې وخت کې ۶۳ زره او ۵۴۰ تنه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته تللي او په دې لړ کې ۳۷ زره او ۴۷۷ تنه له ایران او ۲۶ زره او ۶۳ تنه له پاکستانه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې راپور وړاندې ويلي و چې له افغانستانه د اګست د ۱۸ او ۲۴ تر منځ ۷۲ زره او ۶۲۴ تنه ایران او پاکستان ته تللي او له دې دواړو هیوادونو ۶۴ زره او ۹۵۰ تنه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې دا شمیرې يې د تګ-راتګ له څلورو اصلي مسیرونو او له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله له اوو نورو نقطو راټولې کړې دي.