
په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا د ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نللیکې د جوړېدو چارې رسماً پيل شي، د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري په هرات کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
یاد وزارت په يو بیان کې ويلي چې د دغې پروژې د ارزښت په خاطر په ټول هرات کې سبا عمومي رخصتي ده.
په دغه پروژه باندې ټولټال ۲۲٫۵ میلیارده ډالر لګښت راځي چې ( ۷٫۵ ملیارد ډالر یې د نللیکې او پاتې ۱۵ ملیارده ډالر یې د ګازو ارزښت دی.
دا نل لیکه به داخل د افغانستان کې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېره شي او له پاکستان څخه په تېرېدو به د هند فاضیلکا ښار ته ورسېږي.