د طالبانو د حکومت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند نن سهار د ټاپي پروژې د پرانېستې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ. ټاکل شوې هغه به د ټاپي پروژې د پرانېستې مراسمو لپاره ترکمنستان ته هم سفر وکړي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، ملا محمدحسن اخند د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته ورسېد.
دی زیاتوي، رییس الوزرا ته په هرات نړۍوال هوایي ډګر کې د یاد ولایت والي، محلي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو ښه راغلاست ووایه.
وروسته رئیس الوزرا د هرات بین المللي هوایي ډګر څخه د افغانستان او ترکمنستان هیوادونو ترمنځ د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د کار د پیل او پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته په سفر ولاړ.