ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق پلازمېنې بغداد ته تللی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په يو راپور کې ويلي چې پزشکیان د ایران د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د خپل لومړني بهرني رسمي سفر په ترڅ کې بغداد ته تللی دی.
په همدې حال کې، د ایسنا خبري اژانس هم خبر خپور کړی چې دغه درې ورځنی سفر د عراق د لومړي وزیر محمدشیاع السوداني په رسمي بلنه شوی دی.
د معلوماتو له مخې، پزشکیان به د عراق له لومړي وزیر، ولسمشر، د ولسي جرګې او قضايي ادارې له رییسانو سره د لیدنو او د ګډو همکاریو د اسنادو لاسلیکولو تر څنګ، د دغه هېواد له سوداګرو او د عراق مېشتو ایرانیانو سره هم لیده کاته ولري.