افغانستانخبرونه

انتونیو ګوتېرېش: طالبان دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیځي

انتونیو ګوتېرېش یو ځل بیا د طالبانو په حکومت غږ کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې په تعلیم دې بندیز پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي ګوتېرېش په نیویارک کې له افغان ښځو سره په ناسته کې ویلي: د اسلامي همکارۍ سازمان، هیوادونه او او بنسټونه دې په کلکه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي.

د ښاغلي ګوتېرېش په وینا: زه په دې غوښتنه کې له دوی سره همغږی کېږم چې د طالبانو واکمنه اداره دې زر تر زره پر ښځو لګېدلي تبعيضي محدوديتونه لرې کړي او له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانيزي.”

په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسیدو درې کاله پوره شول چې پدې موده د نجونو او ښځو پر وړاندې له سختو قوانینو توشیح کولو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته د تعلیم دروازې تړلي دي.