افغانستانخبرونه

بایډن ملګرو ملتونو ته په وینا کې افغانستان نه د وتو پرېکړه په ځای یاده کړه

د  امریکا ولسمشر جو باېډن د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته په خپله وروستۍ وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په اړه خپلې پرې کړې دفاع وکړه او دا یې سخته خو مناسبه پرېکړه یاده کړه.

ولسمشر باېډن همدارنګه وویل چې افغانستان امریکا د اوږدې جګړې له پلوه په دویم ویتنام بدل شوی و او نوموړي وویل «د امریکا څلور ولسمشران له دې پرېکړې سره مخ وو، خو ما هوډ کړی و چې پنځم ولسمشر ته به یې نه پرېږدم.»

باېډن په خپله وینا کې، کابل هوايي ډګر ته څېرمه هغه ځانمرګی برید «تراژيدي» وبلله چې ۱۳ امریکایي سرتېري او نږدې ۱۳۰ ملکي افغانان په کې وژل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې دا د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د ولسمشر جو باېډن څلورمه او وروستۍ وینا وه.