د متحده ایالاتو استخباراتي مسولینو ډونالډ ټرمپ ته د ایران له لورې د هغه د وژنې احتمالي خطرونو په اړه مالومات ورکړي دي.
په امریکا کې د جمهوریپاله ګوند ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په خپله انتخاباتي غونډه کې د ایران د ګواښ په اړه ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.
د راپورنو له مخې استخباراتي مامورینو ته معلومه شوې چې په تېرو څو میاشتو کې د ایران له خوا پېښ ګواښونه زیات شوي او د حکومت چارواکي د ټرمپ د خوندي ساتلو او د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د دې ګواښونو د اغېز د له منځه وړلو لپاره کار کوي.