افغانستانخبرونه

د پولیو پر واکسین د بندیز دوام؛ نږدې دوه مبلیونه ماشومان له واکسین محروم دي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت یو شمېر ولایتونو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ واکسین پر تطبیق محدویتونه لګولي، یو اعشاریه اته میلیون ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې دي.

د طالبانو په حکومت کې د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني وايي، په ټول هېواد کې ۱ اعشاریه ۸ میلیونه ماشومان د پولیو له واکسین بې برخې دي.

خو دی وايي، د ستونزې د حل لپاره د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام دوو پړاوونو کې پلی کېږي چې لومړۍ مرحله کې به د ۱۸ میاشتو پرمهال تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۹سوه زره ماشومان واکسین شي.

هغه وویل: «د کتلوي معافیت د شمېرو له مخې، افغانستان کې ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین محروم دي او د دوی د پوښښ لپاره د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام دوه پړاونو کې تنظیم شوی. لومړی اتلس میاشتې دی او دې بهیر کې به ۹۰۰زره تر پنځونو کلنو کم عمره ماشومان واکسین شي او دا په ټولو ولایتونو کې پلې کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان له کورنیو غواړي، دا چې ماشومان یې په ناروغیو اخته نه شي هغوی ته دې واکسین تطبیق کړي.

د دوی جپه وینا، د یادو ماشومانو تر پوښښ لاندې راوستو لپاره یې، د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام یې جوړ کړی دی.