د نصرت فتح علي خان ځينې سندرې ۲۷ کاله ورسته خپرې شوې
د موسیقۍ د ډګر نه تکراریدونکي اوردو ژبي سندرغاړي نصرت فتیح علي خان ځينې سندرې ۲۷ کاله ورسته خپرې شوې.
د نصرت فتح علي خان د سندرو دا ثبت شوي ریکارډونه د بریتانیا ویلټشیر سیمې “ریل ورلډ ریکارډز ان بوکس” نومي ادارې په ارشیف کې موندل شوي، چې پېټر ګابریل ثبت کړي وو.
دغه سندې ۲۷ کاله وړاندې ۱۹۹۰ کال د ثبت کوونکو ډلې له یاده وتې وې خو اوس موندل شوي او خپرې شوي دي.
د “ریل ورلډ ریکارډز ان بوکس” ارشف یو تن کارکوونکي ادهران مولان رسنیو سره په خبرو کې ویلي: “ما چې هلته دنده درلوده راته ویل شوي وو، چې دا په خپل ژوند کې تر ټولو ښه سندرغاړی و، ما یې خبره نه منله، خو کله مې چې د ده سندرې واورېدې، راته معلومه شوه، چې دا خبره سل سلنه سمه وه.”
نصرت فتح علي خان د قوالي په برخه کې د نړۍ له خورا مشهورو قوالانو یو و. قوالي او صوفیانه موسیقي په ۱۳ مه پېړۍ کې په هغه سیمه کې دود شوه، چې اوس د هند او پاکستان په نامه هېوادونه دي.