مقالې

د منځني ختیځ نوې لویه لوبه

لیکنه: لیکوال او ژورنالیسټ مالک عاصم

که عرب شیخان لږ بېعقلتوب وکړي، ټول منځني ختیځ کې به په څو ساعتونو کې د اور لمبې خپرې شي.

پرغزې د اسراییلو دبرید د کلیزې په درشل کې لبنان، سوریه، یمن او فلسطین کې اسراییلو قیامت رامنځ ته کړی، لسګونه زره بیګناه انسانان د یوې غلطې محاسبې له کبله داسراییلو لخوا شهیدان شول.

په غیرشعیه عربي نړۍ کې ډیر شنونکي فکر کوي چې د ایران په پلان سره جګړه پیل شوې او موخه یې د هند، اماراتو، سعودي، اردن، اسراییلو او اروپا د اقتصادي کوریډور د پلان شنډول وو چې ایران د حماس پر مټ دغه تر ایرو لاندې پټ اور تازه کړ چې له کبله یې لسګونه زره فلسطینیان شهیدان او اوس د همدې تباه کونکې جګړې لمن لبنان، سوریې او یمن ته وغزیده.

سره له دې چې تراوسه ښکاري چې ایران په روان کړکیچ کې په پرلپسې ډول خپلې ویکټې له لاسه ورکوي، خو د خلیجي شیخانو وړه تیروتنه کولی شي ټول منځني ختیځ ته په څو ساعتونو کې دغه جګړه خپره کړي.

پر ایراني اهدافو د اسراییلو له مخامخ بریدونو سره سره هم دایران پر لافو ولاړ اخندي رژیم د اسراییلو له مخامخ حګړې ځان ساتي، خو د اسراییلو له پیل شویو بریدونو ښکاري چې په سیمه کې د ایران پراکسي ډلې د ټکنالوژیکي جګړې پر مټ دومره کمزورې کوي چې ممکن په دې توګه په منځني ختیځ کې د قواو توازن د سعودي په مشرۍ ایتلاف په ګټه تمام او په دې ډول په دغې مهمې سیمې کې د امریکا حضور هم کرار کرار کم شي.

له ۱۹۵۰مو کلونو وروسته چې په منځني ختیځ کې د نفتو څرک ولګید، د عربو او اسراییلو له دوو جګړو سره سره امریکا پردغه سیمه ددفاع یو پراخ جال وغوړاوو او عربانو ته یې اسراییل او ایران دوه داسې دښمن معرفي کړل چې د هغوی له شره د خلاصون په بهانه یې څه باندې نیمه پیړۍ د خلیج پرتیلو او پټرولو دامریکا ولکه ټینګه او دتیلو د تولید دغه لوی مارکیټ د لویدیځ لاسته وغورځید.

خو دادی شاوخوا اویا کاله وروسته لوبه د اسیا د ختیځ پرلور د تغیر په حال کې ده او واشنګټن په پرلپسې ډول له چین سره د مقابلې نغاره ډنګوي.

سوداګریز او مالیاتي جګړه یې لا وختي اوج ته رسیدلې، خو ښکاري چې د چین پرشاوخوا امریکايي امنیتي کمربند تاویدو ته هم واشنګټن ملاتړلې.

په دې لوبه کې ټرامپ د افغانستان د باګرام د هوايي اډې نوم هم ډیر په ژبه تاووي. د ټرامپ په خبره باګرام د چین له یوشمیر مهمو نظامي اډو ۱۱ سوه کیلومتره واټن لري، خو د چین ټوله شتمني او کاروبار په ختیځ کې له افغانستان څخه نژدې ۴ زره کیلومتره وړاندې روانه ده چې د امریکا لپاره سویلي کوریا، جاپان، فلیپین او د ختیځې اسیا یوشمیر کوچني هیوادونو ته پام په زیاتیدو دی.

که اسراییل وتوانیږي چې په منځني ختیځ کې د جګړې اور په یمن، لبنان، عراق او سوریې کې کابو او د ایران غوږونه هم ور تاو کړي، نو له شک پرته چې د عرب شیخانو حجرې به لاګرمې او د امریکا له دفاعي جال پرته به د نفس کښلو تجربې ترسره کړي

.

عرب شیخان لیواله دي چې له اسراییلو سره یارانه توده کړي او ددې راشه درشې لپاره لا څو کاله دمخه د ابراهیم په نوم تړون وشو چې به برکت یې د اماراتو او بحرین په ګډون ځینو هیوادونو کې په لومړي ځل تل ابیب خپل سفارتونه پرانیستل او د سعودي پرفضا هم مخامخ اسراییلي الوتکو ته د تیریدو اجازه ورکړل شوه.

خو یوڅه چې مهم دي هغه ددغې پراخې جګړې په څنډو کې د بیلا بیلو هیوادونو د سیاستوالو لخوا د خپلو ملي ګټو پراساس د پلانونو تیاری او د فرصتونو لټول دی.