افغانستانخبرونه

یونېسیف: فراه ولایت کې د ۶۴ زره ماشومانو لپاره د اوبو رسولو شبکې جوړوو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په فراه ولایت کې د ۶۴زره ماشومانو لپاره د اوبو رسولو نوې شبکې جوړوي.

دغه صندوق پر اېکس ویلي، چې دغه پروژه به په فراه ولایت کې پلې شي.

د یونېسف په وینا، د دې پروژې لګښت به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د وجهي صندوق له لارې تمویل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو پر نشتوالي نیوکه کوي او وايي چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.