خبرونهنړۍ

اسرائيلو د لبنان په جنوب کې محدود ځمکني عمليات پيل کړي

اسرائیل وايي، د لبنان په خاوره کې يې د حزب الله پر ضد محدود ځمکني عمليات پيل کړي دي.

 د اسرائیلو پوځ وايي، دا ځمکني بریدونه چې د حزب الله پر مرکزونو ترسره شوي، “محدود، سیمه ییز او هدفي” دي.

 د اسرائيلو پوځ پر اېکس خپاره کړي يوه بيان کې ويلي چې بريدونه د اسرائيلو پولې ته څېرمه په موخو ترسره شوي چې په وينا يې په سيمه کې “د اسرائیلي اوسېدونکو پر وړاندې د سملاسي ګواښ” په توګه ارزول شوي وو.