د طالبانو سوداګرۍ خونۍ په قطر کې د برتانیې له شارژدافیر غوښتني چې د افغانستان بانک د کنګل شویو پېسو په ازادولو کې ورسره مرسته وکړي.
دغه غوښتنه د طالبانو د سوداګرۍ خونې مشر یونس مومند په قطر کې د برتانیه له شارژدافیر رابرت ډیکس سره په لیده کې کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یونس مومند په قطر کې د بریتانیې سفارت له دغه چارواکي سره ژمنه کړې چې طالبان به له نړۍوالو سره په اړیکو کې ارزښتناک ګامونه پورته کړي.
یونس مومند د بریتانیا استازي ته ویلي، چې افغانستان د منځنۍ، سویلي او مرکزي اسیا تر منځ د اتصال حیثیت لري او له افغانستانه دغو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو لېږد په عادي بڼه دوام لري.
واک ته د طالباو له رسېدو وروسته، له ۹ مېلیارډ ډالرو د افغانستان زیاته شتمني په امریکا او نورو اروپايي بانکونو کې کنګل شوه.
امریکا د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۱مه د دغې شتمنۍ د ساتلو لپاره په سویس کې اماني صندوق جوړ او د دغې شتمنۍ درې نیم مېلیارډه ډالر یې دغه صندوق ته ولېږدول.
له دغه صندوق څخه د مالي کړکېچ د مخنیوي، د برېښنا د بېلونو ورکړه، د پاسپورټونو او بانکي پیسو د چاپولو او نورو برخو کې کار اخیستل کېږي.