افغانستانخبرونه

د افغانستان په جنوب کې د پولیو درې نوې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې درې نوې د پولیو یا ګوزڼ پېښې ثبت کړي دي.

په داسې حال کې چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې په افغانستان کې کور په کور د پولیو ضد واکسینونو د تطبیق مخه نیول شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان یا “ډبلیوایچ‌او” پرون په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې روان کال د اګسټ له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې پورې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت کړي چې دوه یې د کندهار ولایت په میوند او غورک ولسوالیو او یوه هم د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې ده.

د دغه سازمان په وینا په ۲۰۲۴ کال افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ پېښو شمیره ۴۶ ته لوړه شوې دوه ویشت یې افغانستان او څلرویشت یې په پاکستان کې دي.