سينما
فلمي لوبغاړي ګوینده په تمانچه ځان ټپي کړی
د هندي سینما بالیووډ فلمي لوبغاړی ګوینده له خپلې تمانچې په تیروتنه کې په پخه ټپي شوي چې د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوی دی.
هندي رسنۍ وایي ګویندا ممبي کې په خپل کور کې وو او تمانچه یې المارۍ کې ځای پر ځای کوله چې خطایي ډز ترې شوی او مرمۍ یې په پښه لګېدلې ده.
د ګوینده منیجر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نن سهار ۴:۴۵ بجې ګویندا کلکتې ته له روانېدو مخکې خپله تمانچه بېرته المارۍ کې ایښودله چې له لاسه یې خطا شوی او ډز ترې شوی دی.
ګویندا په یوه غږیز پیغام کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی، ویلي یې دي چې مرمۍ یې له بدن څخه په خوندي ډول ویستل شوې او د خپلو مینه والو د دعا مننه یې کړې ده.