ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولايت کې د يو ډاډسن او ټیلر موټر ترمنځ ترافيکي پېښه کې ۱۱ افغان کډوال مړه شوي دي.
د ايران د سرې مياشتې ټولنې ويلي چې په ډاډسن موټر کې ۲۴ کسان سپاره وو چې ۲۳ يې ناقانونه افغان کډوال وو.
د ایران د سرې میاشتې ادارې يوه مسوول ايراني رسنيو ته ويلي چې په پېښه کې ۱۱ کسان چې ټول افغانان دي ځای پرځای وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي چې ځايي روغتونونو ته لېږل شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د دواړو موټرو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.