افغانستانخبرونه

د افغانستان دبشر حقونو ملاتړ کمیټې د مهره بارکزۍ اعتصاب نه ملاتړ اعلان کړو

د افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو کمیټې د مهره بارکزۍ د نه خوړولو اعصاب وستایه او ترې یې ملاتړ اعلان کړو.

 دیاده کمیټه وایي، چې د ښځو له برحقه، انساني او مشروع غوښتنو څخه باید درناوی، ملاتړ او ساتنه وشي.

د بشر حقونو ملاتړې دغې کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مهره بارکزۍ د روغتیایي وضعیت او د هغې د برحقه غوښتنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

خبرپاڼه کې راغلي:« موږ د بشري حقونو په بنسټیزو اصولو باور لرو او د ټولنې د ټولو قشرونو حقونو ته په درناوي سره، له اغلې بارکزۍ او د هېواد د نورو ښځو له مشروع اعتراضونو او غوښتنو څخه خپل ملاتړ اعلانوو.»

همدا ډول د یادې کمیټې په خبر پاڼه کې راغلي، چې اغلې بارکزۍ په زړورتیا د جنسیتي اپارتاید، د هزاره ټبرو د نسل وژنې او په افغانستان کې د نرښځیانو د حقونو په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.