سينما

لیډي ګاګا: له مایکل پولانسکي سره مې ژوند بدل شوی

مشهوره امریکايي سندرغاړې او د هالیووډ فلمي ستورې لیډي ګاګا وايي، له مایکل پولانسکي سره له لیدو وروسته یې ژوند ډېر بدل شوی دی.

 د این ډي ټي وي د راپور له مخې، لیډي ګاګا دا مهال د خپل راتلونکي فلم “جوکر” د خپریدو په تیاریو بوخته ده او د خپل خاوند مایکل پولانسکي سره یې د موسیقۍ البوم هم جوړ کړی دی.

لیډي ګاګا په لاس اینجلیس کې رسنیو ته وویل: د ژوند له ملګري سره یې د شریک البوم په خپرولو ډیره خوشاله ده.

لیډي ګاګا او مائیکل پولانسکي په ۲۰۲۰ کال سره کوژده شول.

 د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د دوی دواړو یو عکس په لاس ویګاس کې د نوي کال د لمانځنې په مناسبت خپور شو او بیا په همدې کال په میامي کې دوی په رسمي ډول د خپلو اړیکو اعلان وکړ.

له دې وړاندې، لیډي ګاګا د خپلې خپل خاوند په اړه ویلي و چې هغه خورا مهربان او ډير زیات هوښیار دی.

لیډي ویلي، “ما مخکې هیڅکله د مایکل په څیر سړی نه دی لیدلی، زما او د هغه ژوند ډیر توپیر لري.” دی ډیر شرمندوکی دی او خلک ډیر نه خوښوي.

د نوموړې په وینا: زموږ جوړه بشپړه او د یو بل لپاره پیدا یو.