د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر متقي د مسکو فرمټ د شپږمې ناسې خاص میلمه دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا یوې خبري ناستې ته وویل، چې د مسکو فرمټ ناسته د اکتوبر پر څلورمه په پلازمېنه مسکو کې ترسره کیږي.
زاخارووا په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره هند، ایران، قزاقستان، چین، کرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د زاخارووا په وینا، امیرخان متقي د ناستې خاص مېلمه دی چې د یوه پلاوي په مشرۍ به مسکو ته لاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زاخارووا ویلي، په دې ناسته کې به په افغانستان کې د ملي پخلاینې او د سیمې هېوادونو او کابل ترمنځ د عملي همکاریو پر موضوعاتو تمرکز وشي.