افغانستانخبرونه

ډبلیو ایف پي په افغانستان کې څلور میلیونه کسانو ته نغدې مرستې ورکړي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې سږ کال یې نږدې څلور میلیونه کسانو ته نغدې مرسته رسولې چې نیمایي یې میرمنې دي.

ډبلیو ایف پي  پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دا ډول مرستې ښځو ته دا توان ورکوي چې د خپلې کورنۍ د غړیو اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په داسې وخت کې له نږدې څلور میلیونه افغانانو سره د مرستې خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر څه باندې ۲۳ میلیونو ته رسېدلی چې بشري مرستو ته ضرورت لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي وايي، راروان ژمی ښايي په افغانستان کې د ميلیونونو کسانو لپاره سخت وي.

د طالبانو بیا واکمنیدو سره په هیواد کې بې روزګاري ورځ تر بلې زیاتیږي چې له امله یې د هغه خلکو ګراف په لوړیدو چې د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي.