افغانستانخبرونه

پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان په اړه د طالبانو څرګندونې د شرم وړ لاسوهنه ده

پاکستان د طالبانو له‌خوا د دې هیواد د سياسي حالاتو په اړه څرګندونې په کلکه رد کړې او د طالبانو خبرپاڼه یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند د تېرې ورځې څرګندونو په غبرګون کې وويل: «پاکستان د طالبانو حکومت د وياند اعلامیه د پاکستان په کورنیو چارو کې د شرم وړ لاسوهنه بولو او دا راته د منلو وړ نه ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د رسنیو د پوښتونو په ځواب کې ویلي، چې طالبان باید یو ډیموکراټیک هېواد ته د مشورې ورکولو پر ځای دې خپلو کورنیو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي و، چې پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو تر منځ د وضیعت د ترینګلتیا په اړه اندېښنه لري، او په پاکستان کې روان حالت به په سیمه منفي اغیزې وکړي.