د عمواي نشل ګوند مشره ایمل ولي خان په پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني ریات پابندي غندلې او ویلي يې دي چې دا چاره به ستونزې حل نه بلکې ډيرې پیچلې کړي.
ایمل ولي خان په خپله فیسبوک پاڼه په پي تي ایمل لګول شويو بندیزونو ته لیکلي: « بنديز لګول د ستونزې حل نه دی، پي ټي ايم کوم پارلماني ګوند نه دی، چې په دې بنديزونو به راوګرځول شي، د امن لپاره د پورته کېدونکي غږ د خاموشه کولو پر ځای بايد هغه واورېدل شي.»
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې، عوامي ملي ګوند به پښتون قومي عدالت جرګه کې ګډون کوي او هلته چې د پښتنو د حقونو، وسائلو او قربانيو خبره کېږي، موږ به په لومړي صف کې درېږو.
ایمیل ولي خان د فیسبوک په دغه پوسټ کې د نشنل ګوند په نمایندګۍ د ګډون کوونکو مشرانو نوملړ هم خپور کړی چې مشري به یې میا افتخار حسین کوي.