سينما

هندي سينمايي ستوری عمران هاشمي د فلم جوړولو پرمهال ټپي شو

د هندي سينما بالیووډ ستوری عمران هاشمي د (جي ۲) په نوم د فلم جوړولو پرمهال ټپي شوی دی.

نوموړی د حیدراباد ایالت په دکن سيمه کې د فلم د شوټنګ پرمهال د مرۍ په برخه کې سخت ټپي شوی دی.

هندي رسنۍ وايي، عمران هاشمي د خپل فلم (ګډا چاري ۲ يا جي ۲) د جوړولو لپاره د حیدراباد دکن سيمې ته تللی او هلته د فلم جوړولو د شوټنګ پرمهال راغوځېدلی او ټپي شوی دی.

د رسنيو په وينا اوسمهال د فلم جوړول ځنډول شوي او مسوولينو يې ويلي د عمران هاشمي تر جوړېدو پورې به کار ځنډېدلی وي.