افغانستانخبرونه

د خپلواکو ژونالستانو اتحادیې د راتلونکي جشنوارې له پاره غونډه وکړه

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو اتحادیې د ۱۴۰۳ کال غوره رسنیزې جشنوارې د جوړلو په موخه مشورتي ناسته کړې.

په ختیځ کې د خپلواکو ژورنالیستانو د اتحادیې مسول ایمل ترکي ددغه غونډې په اړه کابل ټلیګراف ته وویل: «په دې ناسته کې چې د کابل د یو شمېر رسنیو مسولینو ګډون درلود، د جایزو لپاره د غوره کسانو د ټاکلو په طرز بحث او خبرې وشوې او په بېلابېلو برخو کې د رسنیو د غوره څېرو جشنوارې لپاره هر اړخیزه کړنلاره چمتو شوه».

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د دغه غونډې موخه د راتلونکې جشنوارې له پاره د یوې خپلواکې، متخصصې او باوري کمیټې جوړول، د ارزونې معیارونه، د اثارو لېږد او بیاکتنې بهیر، د ارزونې مرحله، د جایزو طبقه بندي، د پایلو اعلان، د اعتراضونو او شکایتونو فرصتونه او د پای او ستاینې مراسم وو.

یاده دې وي چې هر کال د ژورنالستانو خپلواکه اتحادیه د افغانستان په کچه جشنواره جوړوي چې پکې هغه ژورنالستانو ته جایزې ورکول کیږي چې غوره راپورنه یې جوړ کړي او خپاره کړي وي.