افغانستانخبرونه

طالبان: په اوو ولایتونو کې څه باندې ۳۴ زره جریبه ځمکه له غصب څخه را ګرځول شوې

د طالبانو عدلیې وزارت وایي، په اوو ولایتونو کې یې څه باندې ۳۴ زره جریبه ځمکه بېرته له غصب را ګرځولې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکو له غصب  څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په اوږدو کې په غور، ميدان وردګ، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې څلور دېرش زره اتلس (۳۴۰۱۸) جریبه دولتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

سرچېنې لیکلی، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په ميدان وردګ ولایت کې موقعیت لري چې څوارلس زره اوه سوه شپږ څلوېښت (۱۴۷۴۶) جریبه ځمکه پکښې شامله ده.