د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، د وخت د پښتنو د مِلي جرګې په ګراونډ باندې پاکستاني عسکرو برید پیل کړی.
هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، بریدګرو عسکرو له ځان سره غټه میشنري هم راوړې او مبایل سیګنل یې بند شوې.
نوموړي زیاته کړې، پاکستان کې د پښتنو دا حثیت دې چې په خپلو زرګونو کالونو آباد کلي علاقو کې هم د خپلو روایاتو مطابق د یو جرګې اجازه هم ریاست پاکستان نه ورکوي.
د منظور په خبره، په دې جرګه کې ریاست د پښتنو په وینې او معدنیاتو د دوئ روان کاروبار ته زیان ویني ځکه ئې په پي ټي ایم او جرګه بندیز ولګوو.
خو منظور پښتين وايي،«: « مونږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه حتماً کوي انشاءالله. اوس خو جرګه له هم ضروري شوه.»
تر اوسه لا د مرګ ژوبلې خبر نشته.