افغانستانخبرونه

رینا امیري د ملګرملتونو له شورا مننه کړې چې د افغانستان له پاره یې پرېکړه لیک تصویب کړ

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا مننه کړې چې، د افغانستان په اړه پرېکړه‌ لیک یې تصویب کړ.

اغلې امیري په خپله ایکس پاڼه د ملګرو ملتونو له راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ خڅه مننه کړې او د نوموړي هڅې یې ستایلي دي.

نوموړې زیاته کړې، «د ښاغلي بېنیټ راپور به د طالبانو له‌خوا په اصطلاح د “اخلاقي قانون” د ویجاړونکو اغېزو په وړاندې د اقداماتو لپاره د بشري حقونو د شورا ۵۸مې غونډې ته یو مهم ګام وي».

د میرمن امیري په وینا، دغه قانون له افغان ښځو هغه خپلواکي اخلي چې دوی په خپلو هڅو ترلاسه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې ورځ له رایې اخیستنې پرته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرېکړه‌‌‌لیک چې په‌‌‌دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړبلل شوی، تصویب کړ.