د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په جرمني کې سره کتلي چې په ترڅ کې یې جرمني د اوکراین سره د یونیم میلیاد ډالرو په ارزښت تازه د پوځي مرستو اعلان وکړی.
د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دغه لیدنه پرون ترسره شوه.
د جرمني ولسمشر شولڅ وايلي، په دغو مرستو کې د هوايي مدافع دستګاوې، توپخانه او بېپيلوټه الوتکې شاملې دي.
هغه ویلي دا مرسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته څرګند پیغام ورکوي، چې جرمني به د اوکراین تر څنګ وي.
بل پلو پرون د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په ترکمنستان کې سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړي کولو یې ټينګار کړی.