افغانستانخبرونه

معصوم ستانکزی: د خیبر جرګه د خلکو د اساسي حقونو په اړه ده او بریالیتوب یې حتمي دی

د تیر جمهوري نظام د سولې خبرو اترو د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې جرګه بېسارې یاده کړې او د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړې.

معصوم ستانکزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي «هره هغه سوله ییزه مبارزه چې د ولسونو په ملاتړ د عدالت، امنیت، د خلکو د اساسي حقونو او آزادیو لپاره ترسره کېږي، هغه به ستونزې ګالي، خو بریالیتوب ته به رسېږي.»

هغه همدارنګه د جرګې د بریالیتوب هیله ښودلې او زیاته کړې یې ده چې «د پښتنو ملي او تاریخي جرګې» ګډونوالو ته د بریالیتوب هیلې او دعاګانې کوي چې خپلو موخو ته په تدبیر سره ورسېږي.

په خیبر کې د پښتون ژوغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې جرګه چې پرون یې لومړۍ ورځ ده د امکاناتو د کموالي له امله ترسره نه شوه خو د یاد غورځنګ مشر منظور پښتون اعلان وکړو چې د تیرې ورځ کار به هم په دوهمه ورځ نن ترسره کوي او سبا به ددې جرګې ورستۍ پرېکړه اوروي.