افغانستانخبرونه

طالبانو کندهار ولایت کې یو کس په دُرو وهلی

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کندهار ولایت کې یو کس په عام محضر کې په دُرو ووهل شو.

د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د محکمې د جزا دېوان ياد متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياد حکم د جنوب لوېدیځ زون د تميز عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته سزا ورکړل شوې ده.