افغانستانخبرونه

د طالبانو ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۲۴ بېلابېلې پروژې منظور کړې

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري په روان کال کې ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د شاوخوا ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت منظورې شوې دي.

د یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلی چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله تر اوسه ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظورې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو پروژو ارزښت شاوخوا ۳۵ میلیارد افغانۍ دی چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو پروژو کې د لویو لارو، ښاري سړکونو، بندونو او کانالونو، استنادي دېوالونو، روغتیایي مرکزونو، هوايي ډګرونو، ریل پټلۍ او د اوبو رسولو شبکې جوړول، انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو او د برېښنا د تولید شبکو پراختیا او دغه راز د تحصیلي بنسټونو جوړول شامل دي.