د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د زندانونو چارو د سمون له ادارې، د علومو اکاډمۍ، د کورنیو چارو له وزارت، اسلامي بانک، افغان ملي بانک او یوې موسسې سره د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د طالبانو د د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به محبوسینو ته د مسلکي او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شي، څو هغوی له دې لارې د بند پر مهال او له زندانه تر ازادېدو وروسته د ژوند چارې سمبال کړي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست د معلوماتو له مخې، د « افغانانو لپاره د ښه ژوند» له موسسې سره د هوکړې موخه د دواړو خواوو ترمنځ د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو د طرحې او تطبیق برخه کې د همکارۍ زمینه برابرول او د مسلکي او حرفوي کارونو برابرولو له لارې د بېوزلۍ کمول دي.
دا په داسې حال ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۵مه هم کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې له یوه دولتي او څلورو خصوصي بنسټونو سره د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.