ټیکنالوژي

په انګلستان کې جراحانو په لومړي ځل د بدن دننه لیدلو لپاره ټیکنالوژي وکاروله

د نیورولوجیکل ساینس انسټیټوټ ډاکټرانو په لومړي وار د داسې عینکو په مرسته بریالي جراحي عملیات وکړل چې د انسان د بدن دننه هرڅه پرې کتل کېدای شي.

په ګالسکو کې د عصبي علومو انسټیټیوټ په ټوله نړۍ کې یوازې دریم مرکز دی چې د مخلوط حقیقت (MR) ټیکنالوژي کاروي.

ددغه انسټیټوټ ډاکټران وایي، د دغو عینکو په سترګو کولو یې د ملا د تیر یوې ۷۵ کلنې ناروغې ته د مهرو د ترتیب، سپاینل سسټ او ډي کمپریس سپاسنل نېروز پیچلي جراحي عملیات وکړل.

د عصبي علومو انسټیټیوټ ویلي چې دغه عینکې د ناروغانو لپاره ځانګړې پاملرنه چمتو کوي او د NHS ګریټر ګالسکو او کلایډ لخوا پرمخ وړل کیږي.

له دې وروسته به ډاکټران ضرورت ونه لري چې د عملیات پر مهال د ناروغ د بدن داخلي وضعیت په سکرینونو وڅاري.