په غزه د اسرائیلو بریدونو کې ۴۲ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې تړانګې په خان یونس، رفح او بیت لاهیا نن د اسرائيلو په بریدونو کې ۴۲ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
فلسطیني رسنیو همدارنګه راپور ورکړی چې فلسطیني خبریال «حسن اصلیح»، چې د اپریل په ۷مه په خان یونس کې د خبریالانو په خیمو د بمبار له امله ټپي شوی و، او په ناصر روغتون کې تر درملنې لاندې و، د اسرائیلو د تازه بمبارۍي له امله وژل شوی دی.
د دې خبریال په وژل کېدو سره ، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیبل څخه تر دې دمه د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۱۵ تنو ته پورته شو.
د فلسطین د مقاومت کمېټو په یوه اعلامیه کې د دې خبریال وژنه د اسرائیلو بل جنایت بللی او ویلي یې دي چې د شهید حسن اصلیح وژنه باید په نړۍ کې ویده ضمیرونه راویښ کړي.
دې کمېټې ټینګار کړی چې د اسرائيلو جنایتونه هیڅکله نشي کولی د حقیقت غږ او د فلسطیني خبریالانو غږ خاموش کړي.
په غزې تړانګه کې د دولتي اطلاعاتو دفتر هم په یوه اعلامیه کې د اسرائیلو له خوا د فلسطیني خبریالانو سیستماتیک هدف ګرځولو او وژنو غندنه کړې او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ساتنې او د دوی د وژنې او ترور جنایتونو د پای ته رسولو لپاره جدي اقدام وکړي.
حسن اصلیح، یو له هغو فلسطیني خبریالانو څخه و چې د اپریل په ۷مه د خان یونس په کډوالو خیمو په وحشیانه بمبارۍ کې د نورو خبریالانو سره په نښه شو او سخت ټپي شو.
په هغه وحشیانه برید کې ۲ فلسطیني خبریالان شهیدان شول او د حسن اصلیح په ګډون لس نور ټپیان شول.