راپورونه

په غزه د اسرائیلو د نن ورځې بریدونو کې تر دې دمه تر سلو زیات کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو لخوا جنایتونو په دوام نن سهار د غزې تړانګې مرکز، شمال او جنوبي سیمې په نښه کړې.

د غزې د مدني دفاع ویاند محمود بصل ویلي، له نن سهار تر غرمې پورې له سلو زیات فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د هغه په وینا، اسرائیل کورونه په نښه کوي او ډېرې کورنۍ لا هم د کنډوالو لاندې بندې پاتې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزه کې ویلي، اسرائیلو د روغتونونو بریښنایي تاسیسات په نښه کړي، چې له امله یې د روغتونونو فعالیتونه په بشپړه توګه درېدلي دي.

دغه وزارت دا هم ویلي چې د غزې په شمال کې ټول روغتونونه په بشپړه توګه تړل شوي دي.

د اسرائیلو رژیم پوځ د غزې پر تړانګه بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د لومړي ځل لپاره، د ۱۱ اونیو محاصرې وروسته، دغه رژیم اجازه ورکړه چې د بشري مرستو یو محدود شمېر لارۍ غزې ته ننوځي.

ملګرو ملتونو د دې اقدام هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا کار د “سمندر په منځ کې د یوې څاڅکي” په څېر دی.

د غزې د دولتي معلوماتو دفتر اعلان کړی چې د غزې تړانګه د بشري بحران د لرې کولو لپاره هره ورځ ۵۰۰ لاریو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په عین حال کې، د اسرائیلو بریدونو د زیاتوالي سره سم، د فلسطین اسلامي جهاد ځواکونو د خان یونس په ختیځ کې د اسرائیلو د یو شمېر پوځیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړی.

له بلې خوا، په داسې حال کې چې په دوحه کې د غزې د اوربند مذاکرات روان دي،

ویل کېږي چې د دې مذاکراتو فضا هېڅ جدي پرمختګ نه ښيي چې د اسرائیلو له خوا د جګړې پای ته رسولو ژمنې پر بنسټ وي.

په یمن کې بیا، د یمن وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان کړی چې د اشغال شوي حیفا بندر د سمندري محاصرې پیلولو پرېکړه یې کړې.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي، دا پرېکړه د غزې پر خلکو د صهیونیستي رژیم د بریدونو د زیاتوالي په غبرګون کې شوې ده.