افغانستانخبرونه

نړیوالې رسنۍ: بګرام ته د امریکایانو پر بېرته راتګ خبرې اترې روانې دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

نړیوالو رسنیو په خپلو راپورونو کې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې، د ټرمپ حکومت له طالبانو سره د خبرو په حال کې ده څو بګرام هوایي اډې ته امریکایان بېرته را وګرځي.

وال ستریټ ژورنال زیاته کړې چې، په دغو خبرو اترو کې د محدودو امریکایانو د بېرته راتګ لپاره د زمینې برابرولو هڅه کېږي.

یادې رسنۍ ویلي چې، آدام بوهلر چې څو ورځې وړاندې له خلیلزاد سره کابل ته تللی وو د دې خبرو اترو اصلي ماموریت په غاړه لري.

وړمه ورځ د امریکا ولسمشر د بریتانیا له صدراعظم سره په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسی. «دا ښايي تازه (بریکینګ) خبر وي.»

افغانستان ته د بېرته ګرځېدو او د بګرام د هوايي اډې د بیرته نیولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په مهال د بریتانیا صدراعظم ټرمپ ته تعجب وکتل.

ټرمپ بګرام د نړۍ ستره هوايي اډه وبلله.

په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په يو تازه بیان کې ويلي چې د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کوي؛ دغه څرګندونې يې په کور دننه او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

طالب پلويانو د ټرمپ دغه څرګندونې مسخره کړي خو د طالبانو منتقدینو دا د دوحې تړون يوه پټه معاملې ګڼلې چې په خبره يې تازه په ډاګه شوې ده.

چین دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل بللی او ټينګار يې کړی چې چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري.

نه هم امریکا او نه طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه ویلي دي.