خبرونهنړۍ

امریکا روانه میاشت کې نوی ترموهسته ‌يي بم چمتو کوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتونه به د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې تر پایه (د غبرګولي لسمه) د ۳۶۰ کیلوټنه ځواک لرونکی B61-13 ترموهسته‌يي بمب چمتو کړي.

د را پورونو له مخې؛ دا بم به د ستراتیژیکو بمب‌افکنو لپاره ډیزاین شوی او د زړو بمونو پر ځای به کارول کېږي.

دا ترموهسته‌يي بم د هیروشیما پر ضد کارول شوي اټومي بم په پرتله ۲۴ چنده پیاوړی وي.

متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ مالي کال لپاره د نويو اټومي خولیو د تولید لپاره ۲۱ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.