افغانستانخبرونه

طالبانو په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو معلومولو په اړه له سره صلیب سره خبرې کړي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر په لېدنه کې ترې غوښتي چې نورو هېوادونو کې د افغان بندیان د برخلیک معلومولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس، پير کراهنبول سره وکتل.

متقي په دغه لېدنه کې غوښتنه کړې چې د سره صليب نړيواله کمېټه په نورو هيوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

پير کراهنبول وويلي، که څه هم د ځينو هيوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې، دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

هغه ویلي، چې د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي، او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ور کړي.