
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو پر اساس د امریکا په میسوري او کینتاکي ایالتونو کې د شدیدو توفانونو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند بایللی.
دغو توفانونو یوازې په میسوري ایالت کې له پینځو زرو زیات کورونه ویجاړ کړي دي.
په وروستیو کلونو کې د هوايي بدلونونو له امله د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې طبیعي پېښې لکه توفانونه، سېلابونه او اورښتونه زیات شوي دي.
د میسوري او کینتاکي ایالتونو اوسېدونکي له مخکې هم د سختو موسمي شرایطو سره مخ شوي، خو دا ځل توفانونه ډېر قوي او ویجاړونکي ثابت شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارو د راپور له مخې، د مې په نیمایي کې راوتلي توفانونه د قوي بادونو، سخت باران او آن د واورې د ورېدو لامل شوي، چې له امله یې د خلکو ژوند او مال ته درانه زیانونه اوښتي دي.