
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې، وسلهوالو کسانو د پاکستان د خیبرپختونخوا ایالت د کرک ولسوالۍ په بندر داودشاه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر برید کړی.
په دې برید کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو هم دا پېښه تایید کړې ده.
د خیبرپختونخوا د پولیسو چارواکو ویلي، چې د برید کوونکو د نیولو او د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره یې تحقیقات پیل کړي دي.
سیمهییزو اوسېدونکو د پېښې وروسته د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د لا زیاتو امنیتي تدابیرو غوښتنه یې کړې ده.
دا برید په داسې حال کې شوی چې په وروستیو میاشتو کې د خیبرپختونخوا په بېلابېلو برخو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.