افغانستانخبرونه

خلیل حقاني: افغان کډوال دې د کوربه هیوادنو قوانینو ته درناوی وکړي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له افغان کډوالو غوښتي چې د کوربه هیوادنو قوانینو ته درناوی وکړي او په خپله خوښه دې هیواد بیرته راستانه شي.

خلیل الرحمن حقاني دغه څرګندونې پرون په لوګر ولایت کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د چین د بشري مرستو د وېش پرمهال وکړې.

نوموړي له افغان کډوالو غوښتي، چې د کوربه هېوادونو د اصولو او قوانینو د درناوي ترڅنګ دې له داسې کړنو هم ډډه وکړي، چې له امله یې نورو کډوالو ته ستونزې جوړېږي.

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر یادې څرګندونې داسې مهال مخته راغلي چې ایران پرېکړه کړې چې د روان کال تر پایه به تر دوه میلیونه ډير افغان کډوال له خپلې خاورې اوباسي