افغانستانخبرونه

شیدا محمد ابدالي د جاپان له لومړي وزیر سره په لیده کې له افغانانو سره د کړو مرستو مننه کړې

په جاپان کې د افغانستان سفیر ډاکټر شېدا محمد ابدالي د جاپان د لومړې وزیر او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او د افغانانو سره د کړو مرستو مننه یې ترې کړې.

ډاکټر شیدا محمد ابدالي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په هغه مېلمستیا کې چې د جاپان د امپراتورۍ په پاغ کې را بلل شوې وه ګډون وکړ او د یادو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې یې د جاپان د صدراعظم جلالتمآب شېګيرو ايشيبا او د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب تاکېشي ايوايا سره ولیدل.

ښاغلي ابدالي د افغانستان د خلکو په استازیتوب د جاپان له دولت او ولس څخه د افغانستان سره د اوږدمهاله او ارزښتناک ملاتړ له کبله مننه وکړه، او په راتلونکې کې یې د جاپان او افغانستان ترمنځ د دغه لرغونۍ دوستۍ او همکارۍ د دوام هیله څرګنده کړه.