افغانستانخبرونه

د کابل-کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د غزني ولايت د آب بند ولسوالۍ د تودي چينې په سيمه کې رامنځته شوه.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه له يوه کرولا ډوله موټر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې وه، چې د دې پېښې په ټپيانو او مړو کې يوه مېرمن او درې ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د يادو ٨ کسانو په ګډون نږدې ٢٠٠ کسان مړه شوي او نږدې ٣٠٠ نور ټپيان شوي دي.