افغانستانخبرونه

طالبانو غزني کې دوه کسان په دُرو ووهل

د طالبانو ستره محکمه وایي، په غزني ولایت کې یې دوه کسان د بد اخلاقۍ او غلا په جرم په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د بد اخلاقۍ په جرم او غلا په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچېنې لیکلي، د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د یادو کسانو له ډلې یو کس د بد اخلاقۍ په جرم په اته میاشتې تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا او دویم کس چې پر غلا متهم و په دوه کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.

سترې محکمې لیکلي، د تعزیري سزا دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته په عام محضر کې پر مجرم او متهم تطبیق شوه.