افغانستانخبرونهسیمه

علي قاسم پور: په ایران کې غیرقانوني افغان کډوال باید له ښاري خدمتونو محروم شي

د تهران د پولیسو یوه مشر علي قاسم پور ویلي، غیر قانوني افغان کډوالو ته باید په ښاري خدماتو کې برخه ورنکړل شي.

د تهران د پولیسو دغه مشر رسنیو ته ویلي چې: «ناقانونه افغانان د یوه ایراني په څير د ښاري ټولو خدمتونو لکه میټرو او بس، روغتون، ښوونځي، اوبه، بریښنا او داسې نور کاروي، چې په بېلابېلو مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې او د خلګو ته د خدمتونو د کموالي لامل کیږي.»

نوموړي ویلي چې باید غیرې قانوني کډوال له دغه کارونه وساتل شي او پرېنښودل شي زموږ له ښاري خدماتو ګټه واخلي.

علي قاسم پور ټینګار کړی؛ هغه افغانان چې په «ناقانونه» توګه ایران ته راغلي، قانوني چلند به ورسره وشي.

نوموړي زیاته کړې، د تهران پوليس دا مهال د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانان په راټولو او اړوندو مرکزونو ته په سپارلو بوخت دي، چې افغانستان ته واستول شي.