
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست ویلي، مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې کډوالو ته ځانګړې کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ، د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شوو د ستونزو او هغوی ته د حل لارو په اړه تخنیکي ناسته وشوه.
د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کې ویلي چې دا ناسته به د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شوو د ستونزو حل په برخه کې مرسته وکړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې کډوالو او کورنیو بیځایه شویو ته متمرکزې کړي.
په کابل کې د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه هم ویلي، د ۲۰۲۳ کاله له وروستیو څخه تر اوسه نږدې اته سوه زره کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
د یوناما مرستیال له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.