افغانستانخبرونه

حماس د اېدان الکساندر په نوم اسراييلي-امریکايي بندي خوشې کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اېدان الکساندر په نوم اسراييلي-امریکايي بندي، له حماس سره تر ۱۹ میاشتني بند وروسته خوشې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

اخوا غزه کې د اسراييل هوايي بریدونه بېرته پیل شوي او اسراييلي چارواکو ویلي له حماس غورځنګ سره اوربند نه کوي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې حماس غورځنګ دغه اسراييلي بندي د اوربند پر لور ګام اخیستو په موخه خوشې کړی و.