
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د را پورونو له مخې؛ نن سهار وخته یوه الوتکه چې له امریکا څخه یې کاناډا ته اتیا تنه مسافر لیږدول، د یاد هېواد په ټورنټو هوايي میدان کې د ناستې پر مهال غورځیدلې.
الجریزې تلویزیون ویلي، په دغه پېښه کې له ناستو کسانو څخه هیڅوک ندی مړ شوی، خو ۱۹ تنه ټپیان شوي، چې د یوه ماشوم او دوه عمر خوړلو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
که څه تر اوسه د یادې الوتکې د غورځیدو لامل ندی روښانه شوی، خو اټکل کیږي، چې یاده پېښه به د خرابې هوا له امله رامنځته شوې وي.