د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی د هغه اسرائیلي وکړي د وژل کېدو قضیه کې یې درې کسان نیولي چې د پنجشنبې په ورځ نادرکه شوی و او بیا یې جسد وموندل شو.
د اماراتو د کورنیو چارو وزارت له جزباتو پرته دغه خبر وکړی او د نیول شویو کسانو هویت یې هم نه دی ذکر کړی.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، هغه اسرائیلی یهودي عالم – خاخام چې څو ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ورک شوی و، جسد يې موندلی شوی دی.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ منلې وه چې موساد د اسرائیلي وګړي خباد زوی کوګان د ورکېدو په اړه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې څېړنې پېل کړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي چې کوګان د تېرې پنجشنبې په ورځ نادرکه شوی او اسرائیل دا یوه ترهګریزه پېښه ګڼي.
د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ په څلورمه، په یوه بیان کې ویلي چې زوی کوګان په یو “کرکجن یهود ضد ترهګریز برید” کې وژل شوی دی.