د کوزې پښتونخوا سیاستوال او عوامي دیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ په اسلام آباد کې د ځینو افغانانو د نیولو په اړه وايي چې پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول معمول ګرځېدلی او دا یې د شرم وړ کړنه بللې ده.
هغه پرخپله اېکسپاڼه لیکلي «په پاکستان کې د افغان کډوالو په نښه کول او ځورول معمول ګرځېدلی چې دا شرم وړ ده او ټول بین المللي قوانین او کنوانسیونونه نقضوي.»
داوړ همدارنګه د پاکستان حکومت پړ بللی چې د افغان کډوالو د ځورونې لپاره یې د تحریک انصاف د لاریونونو څخه د بهانې په توګه کار اخیستی دی.
تېره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي وو چې د عمران خان پر پلوۍ د اسلام آباد لاریونو کې افغانان هم وو.
نړیوالو رسنیو د لاریونونو په لړ کې د ځینو افغانانو د نیول کېدو خبرونه خپاره کړي دي.